چینایي ساینس پوه هی جیانکوی، چې د نړۍ لومړني جینیاتي بدلون شوي ماشومان یې رامینځته کړل، په چین کې په دریو کلونو بند محکوم شو.

د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې، هی جیانکوی د دوه ګونیو نجونو د زیږون اعلان وکړ چې جینونه یې د CRISPR/Cas9 جین ایډیټ کولو ټیکنالوژۍ په کارولو سره تعدیل شوي وو. دې کار په چین او نړیواله کچه د هغه د څیړنې او کار د اخلاقي چلند په اړه غبرګونونه راوپارول.
د دولتي خبري اژانس شینهوا په وینا، د دوشنبې په ورځ، د شینژین د نانشان ولسوالۍ د خلکو محکمې جیانکوی د غیرقانوني کړنو په ترسره کولو مجرم ومانه او د بند سزا سربیره یې درې ملیون یوان (۴۳۰،۰۰۰ ډالر) جریمه کړ. د هغه دوه همکاران، چې په غیرقانوني تجربو کې یې هم برخه اخیستې وه چې د دریو جینیاتي بدلون شویو ماشومانو زیږون لامل شو، هم د بند سزا او جریمې ترلاسه کړې.
سرچینه: 3dnews.ru
